فېصل آباد 19فروری (اے پي پي) د وزيراعظم وياند، خاص مر??تي??ل او د پي ټي آئي د ځوانانو چارو فوكل پرسن ډاكټر شهباز ګل وئيلي دي چې شهباز شريف د فرد جرم نه ځان بچ كولو لپاره تاخيري چالونه كاروي، خپله خوښي دې وكړي خو اوس ئې څوك هم زندان ته د تللو څخه نه شي بچ كولې، په اسمبلۍ كښې به هم د شهباز شريف احتساب كوو. د خالي په و??ځ په فېصل آباد كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مر??تي??ل ډاكټر شهباز ګل ووئيل چې د شهباز شريف وروستې ځائ زندان دے ځكه چې هغه د دې خبرې كوم ځواب نه لري چې د يو ځو زره تنخا اخستونكي معمولي ملازم ملك مقصود چپړاسي په اكاٶنټ كښې 4 اربه روپې د كوم ځائ نه راغلې او د دې نه پس بيا د هغه اكاٶنټ ت?? ځنګه منتقل شوې. هم داسې مسرور انور كوم چې وفات شوے، د هغه پشمول د نورو خلقو د فرضي اكاٶنټس څخه د 16 اربه ټرانزېكشنز څنګه شوي دي. ده ووئيل چې تېره و??ځ په شهباز شريف په عدالت كښې فرد جرم عائد كېدل و چې د هغه د ملازمينو په اكاٶنټس كښې رقم د كوم ځائ نه راغلو او بيا د دواړو پلار زوي اكاٶنټونو ته څنګه منتقل شو. ده ووئيل چې خپله خوښي دې وكړي خو اوس ئې څوك هم زندان ته د تللو څخه نه شي بچ كولې، په اسمبلۍ كښې به هم د شهباز شريف احتساب كوو.