اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن (بي ايم جي اېف) شريك چيئرمېن بل ګېټس د اېن سي او سي دوره كړې۔ بل ګېټس د اېن سي او سي چيئرمېن اسد عمر او د وزيراعظم د صحت خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان سره هم ملاقات كړ??٬ د دې نه پس بل ګېټس د خپل پلاوي سره د اېن سي او سي په غونډه كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع پلاوي د اېن سي او سي كردار او طريقه كار، د وبائي رنځ پېل څخه تر اوسه د كاميابو٬ ګرد پاكستان كښې د كرونا صورتحال او د اېن سي او سي لخوا د رنځ په خپرېدو قابو موندل او د اولسي تحفظ او خېرښګړې باوري كولو لپاره په بېلا بېل اېن پي آئيز خبر كړے شو۔ په دې موقع پلاوې د كرونا په ضد د حکومت د ??لو ځلو جامع جاج هم واغست او د جين??م سيكوېنسنګ ( هېواد كښې په مختلف ډول خپرېدو) هم بريفنګ وركړے شو