اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) د كورن??و چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې اپوزيشن د تېرو درې نيمو كلونو نه دهكې خوري، د جلسو او استعفٰی ګانو نه شروع شول او په لانګ مارچ ئې ګيئر باكس مات شو، د اپوزيشن خپل خلق دوي سره نه دي، څو ورځې پس به دا خلق د غدم اعتماد نوم هم نه اخلي، د شهباز شريف په ملاقاتونو به هېڅ ونه شي، چوهدري برادران به وزيراعظم عمران خان نه پرېږدي. د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په مركه كښې د كورن??و چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د اپوزيشن كومه حكمت عملي نشته، چوهدري شجاعت حسېن زما د سكه وروڼو پشان دے، مونږ يو ځائ سياست كړے دے. د چوهدريانو سياست د شهباز شريف د سياسي نفي ده. ده ووئيل چې كه ن ليګ سر ټيټ هم كړي، بيا به هم ق ليګ د دوي ملګرے نه شي. ده ووئيل چې زه ليكلي دركوم چې چوهدري برادران به وزيراعظم عمران خان نه پرېږدي. وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې د پاكستان مس??م ليګ ن او د پاكستان پيپلز ګوند پشمول د اپوزيشن ګوندونو سياست له مېنځه تللې. د كورن??و چارو وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان افغانستان سره ښې اړيكې لري، مونږ غواړو چې په افغانستان كښې امن او استحكام وي او هغه پرمختګ وكړي. افغان مشرتابه باور وركړے چې دوي به خپله خاو??ه د پاكستان په ضد كارولو ته ورنه كړي