اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان د کشمير ??سئلې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې په سوله ايز ډول حل غواړي كومو كښې چې د كشمير ??ظلوم اولس ته د خپلواكۍ د حق وركولو ضمانت وركړې شوې دې، مقبوضه کشمير ??ېڅكله هم د هند برخه نه وه او په غېر قانوني توګه مقبوضه سيمه خپله برخه ګرځول هندي آئين هم نه دې تسليم كړې۔ د خ??لي په ورځ د كشمير ??و??لي ورځې په موقع د فارن آفس نه تر ډي چوك لاريون مشرۍ كولو نه پس ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل ھغه ورځ لرې نه ده كله چې به د مقبوضه كشمير ??ظلوم اولس ته د هند د تسلط نه آزادي ترلاسه شي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور رواړو چې ھغوې دي د مقبوضه جمو و کشمير د اولس د هيلو له مخې د خپلواكۍ حق وركولو پحقله خپل لوظونه عملي كول باوري كړي۔ ده ووئيل د آزادۍ غږ غلې كولو لپاره هندي قابض ځواكونو په مقبوضه جمو و کشمير ??ښې بشپړه ل??ك ډاٶن او ميډيا بلېك آٶټ كړې دې دغسې چې د كشميريانو غږ او د هند پرله پسې ظلمونه بې نقابه كوٶنكي ټول آوازونه غلې كړې شي۔ ده ووئيل د پاكستان او د كشمير د اولس زړونه يو ځايې درځېږي۔ کشميريانو ته په قربانيو پېرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل قائد اعظم کشمير د پاکستان شه رګ ګرځولې ٶ او كشميري اولس خپلې وېنې بهولو سره د دې ثبوت وركوي۔ په لاريون كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، دوهم سپيكر قاسم خان سوري،د كشمير ??ارلماني كمېټۍ چيِئرمېن شهريار خان آپريدي،د مذهبي چارو وزير ??ير ??ور الحق قادري، وفاقي وزير سيد فخر امام، زرتاج ګل ، پارلماني غړو او د حريت مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګډون وكړو۔ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان هر كال کشميريا??و سره د فرورۍ پنځمه نېټه د كشمير ??و??لي ورځ په توګه لمانځي دغسې چې په نړيواله ورورولۍ او ملګرو ملتونو زور راوړي چې هغه د خپلو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير ??سئله حل كړي۔ صدر ووئيل چې پاکستان به د کشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي