اسلام آباد۔27جنوری(اے پی پی) سارک چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری خبردارې وركړې دې چې افغانستان د نړۍ تر ټو??و ناوړه بشري بحران سره مخ كېدو ته نزدې شوې دې او د دې له نیمایي څخه زیات نفوس د خوراک سخت کمي سره مخ دي۔ د ملګرو ملتونو ادارو حواله وركولو سره دا خبره د سارک چېمبر صدر افتخار علی ملک د مسلم خان بنوری په مشرۍ كښې د افغان تجارانو يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه كوم چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ هغه ووئيل جنګ ځپلې ??ېواد يمن چې دا مهال د خوراك كمي كوم بحران سره مخ دے د افغانستان صورتحال د هغې نه هم زيات ناوړه دې او د كانګو نه پس د خوراك عدم تحفظ دا دويم بېړنۍ او تر ټو??و ناوړه وضعه ده۔ هغه ووئيل وخت راغلې چې نړۍ او په خاص توګه د امريكا په شمول لوئيديز هېوادونه ??فغانستان كښې د خوراك رسول ګړندي كولو له په فعاله توګه كار وكړي۔ افغانستان سره د تجارت په اړه خپلو خبرو كښې ??ه ووئيل وزيراعظم عمران خان افغان تاجر ورورولۍ سره ټرانزټ ټرېډ ته و??ه وركولو له د وړاندې نه په ټېكسونو كښې كمې كړې دې۔ د افغان اولس فوري ضرورتونه ??رسره كولو له داروګان او د خوراك او مرستې نور سامان افغانستان ته لېږلې شوې دې۔ ??ه ووئيل د يو بي صدر زبېر طفېل ٬ عمومي سېكتر جنرل ظفر بختاوري او د اطلاعاتو سېكتر مرزا اختیار بېګ په شمول د يو بي جي نورو لارښودو ته هدايت شوې چې هغوي پېښور ٬ اسلام آباد ٬ لاهور ٬ كراچۍ او كوئټې ته د راتلونكو ټو??و افغان درآمد کنندګانو او برآمد کنندګانو خیال وساتي۔