اسلام آباد 12جنوري (اے پي پي) د تعليم، پيشه وره ه تربيې ، قومي ور??ې او كلتور وفاقي ??زير شفقت محمود په مشرۍ كښې د كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ وشوه چې پكښې د نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ وفاقي ??زير سيد فخر امام، د بحري چارو وفاقي ??زير سيد علي حيدر زيدي او د وزيراعظم د اسټيبلشمنټ خاص مرستيال محمد شهزاد ارباب هم ګډون كولو۔ په غونډه كښې شوګر ايډوائز??ي بورډ (اېس اے بي) د انډسټري اينډ پروډكشن ډويژن څخه نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن ته په منتقل كولو غور وشو۔ كمېټۍ موقف لرلو چې ټول بنيادي غذائي څيزونه د نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن ترمخه كړے شي دغسې چې د سټاك پوزيشن په ښه ډول ترسره شي او د هېواد ضرورت له مخې د خوراك څښاك څيزونو درآمد او برآمد په اړه چارې د فوډ سكيورټي په توګه په ښه ډول ترسره كړے شي كومه چې د هېواد د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت بنيادي ذمه واري ده٬ د نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن سي ??ي آئي آر ته درخواست وركړے شوے چې انډسټري اينډ پروډكشن ډويژن او نېشنل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن ترمينځه د شوګر ايډوائز??ي بورډ ځينې كارونه اوورليپ كېږي دغسې د پريكړې څخه دې وړاندې دا معامله وكتلې شي۔ د غونډې په مهال د سي ??ي آئي آر چيئرپرسن شفقت محمود پلاننګ ډويژن ته سپارښتنه كړې چې په دې معامله غور وكړي او سي ??ي آئي آر ته د خپل سفارشات وركولو له د يو كنسلټنټ خذمات ترلاسه كړي۔ غونډې نېشنل آركائيو آف پاكستان له په قومي ور??ه او كلتور ډويژن كښې د ځائې وركولو خبره وكړه۔ په دې معامله د كيبنټ ډويژن او نېشنل هيريټيج اينډ كلچر ډويژن څخه رائے واخستلې شوې او تفصيلي بحث نه پس كمېټۍ پريكړه وكړه چې نېشنل آركائيو آف پاكستان بايد د كيبنټ ډويژن سره وساتلے شي