اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د تركيې ډپټي چيف آف جنرل سټاف ??يلوك بركيا ارګلو ليدلې دي۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې (آئي اېس پي آر)لخوا جاري شوي تفصيلاتو له مخې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د تركيې ډپټي چيف آف جنرل سټاف ??نرل سيلوك بركيا ارګلو په جي اېچ كيو كښې ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د سيمه ايز امنيتي صورتحال او د پېشه ورانه شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې د دواړو و??وڼو هېوادونو ترمينځه دفاع او امنيتي څانګو كښې د شري??ې مرستې زياتولو په اړه خبرې اترې وشوې۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل جې پاكستان خپل ورور هېواد تركيې سره اړيكو ته ډېر لويې اهميت وركوي۔ تركيې سره تاريخي٬كلتوري او مذهبي اړيكې لرو۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل چې په افغانستان كښې د امن او مفاهمت لپاره اقدامات لويې اهميت لري۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې د بشري بحران تباهۍ نه بچ كېدو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د مخلصانه هڅو ضرورت دے۔ په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو و??له والو ځواكونو ترمينځه د شري??ې مرستې زياتوالي په خاص توګه د تربيې او ترهه ګرۍ مخ نيوي په څانګو كښې د مرستې په زياتولو اتفاق وكړے شو