اسلام آ??اد 04 جنوري (اے پي پي) پاكستان په هند كښې په ??نټرنېټ او دې مقصد لپاره په ??يار كړې شوي وېب اېپ د مسلمانانو مې??منو د تذليل او په يو صورت هم د نه قبلېدونكې زورونې سخته غندنه كړې ده. د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په هند كښې د مسلمانانو مې??منو تذليل، زورول كېدو او د دوي سپكاوي لپاره د دوي عكسونه ډېر اشعال ګر كېپشن سره په وېب نېلامې لپاره وړاندې كړې شوي دي. كركه خپرونكو تقريباً د 100 بااثر مې??منو په وقار بريد كولو سره د ذلت تبصرو سره دا د نيلامې د لارې خرڅولو لپاره وړاندې كړې وو. وياند ووئيل چې په هند كښې د اقليتونو په ??د د كركې په ??نياد د جارحانه بريدونو دا نوې لړې ده چې له مخې ئې د مې??منو او په ??اص توګه د مسلمانانو مې??منو تذليل او زورولو لپاره د سائبر سپېس او سوشل مېډيا استعمال شوے. د دې اقدام مقصد په ??سلامي ټولنه كښې يره او د شرم احساس خپرول دي. دې پېښو مسلمانانې مې??منې لوي غم او يرې سره مخ كړې دي. د هندو توا څخه متاثر بي جے پي او آر اېس اېس جوړې له مخې په هندوستان كښې اقليتونو او په ??اص توګه مسلمان??نو لپاره پرله پسې ځائ مخ په كمېدو دے. دا ډېره د غندنې وړ ده چې شپږ اووه مياشتې وړاندې د دې فعل مرتكب كوونكو په ??د كومه كارروائي نه ده شوې. پاكستان د نړيوالې ټولنې او په ??اص توګه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړيوالو تنظيمونو نه يو ځل بيا غوښتنه كوي چې دوي په هند كښې د زياتېدونكې زېنوفوبيا، اسلاموفوبيا او اقليتونو په ??د د تشدد د بريدونو مخ نيوي لپاره خپلې ذمه وارې پوره كړي او د دوي حفاظ او سلامتيا دې باوري كړي