اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئېلي دي په 19 دسمبر د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې به په افغانستان كښې په بشري صورتحال غور كولے شي۔د كنفرنس كوربتوب د پاكست??ن د افغانانو سره د اودرېدو د عزم تسلسل دے۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار په سوشل مېډيا اكاؤنټ يو ټوېټ كښې وئېلي دي پاكستان عمر له د افغانانو سره ولاړ پاتي دے۔د خارجه دفتر وياند په خپل ټوېټ كښې يو وېډيو هم شئير كړې چې پكښې د افغانستان وګرو سره د بشري همدردۍ په بنياد مرسته ??ركولو كښې د پاكستان هڅې ښودلې شوي٬په دې وخت كښې د پاكستان حكومت لخوا 5 اربه روپۍ مرسته ??ركړې شوې۔په وېډيو كښې د امريكې د انخلا نه پس افغانستان څخه د 80 زره وګړو په انخلا كښې د پاكستان سهولت كاري هم رامخې ته ??ړې شوې چې پكښې سفارتكار٬د انټرنېشنل اېن جي اوز استازي او مېډيا هم شامله ده۔په وېډيو كښې په د?? هم رڼا اچولې شوې چې پاكستان په اوسنيو كښې د نوو بارډر كراسنګ پوائنټس پرانستلو سره د طورخم ??ول?? 24/7 په بنياد آپرېشنل كولو او افغانستان له آسانيو وركولو نه علاوه تر 31 دسمبر 2021 د افغانست??ن درخواست كوونكو لپاره ويزا پروسيسنګ فيس هم معاف كړے دے