اسلام آباد 14 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حب??ب وئيلي دي چې شهباز شريف قصداً د منصوبه بندې له مخې سلمان شهباز ته د پاكستان نه د فرار كېدو اجازه وركړې، د لږ كر??شن نه كولو دعوی كوونكي د اربونو روپو په كر??شن كښې ككړ ووتل. په خپل يو ټويټ كښې وزير مملكت ووئيل چې شهباز شريف دې مفرور سلمان شهباز بېرته پاكستان ته راولي او هغه دې عدالتونو ته وړاندې كړي. فرخ حب??ب ووئيل چې ن ليګ دې د قوم د لوټ كړې شوي دولت حساب وركړي. وزير مملكت ووئيل چې د كال 2008م نه تر كال 2018م شهباز شريف د پنجاب وزيراعلٰی و، حمزه شهباز او مفرور سلمان شهباز د خپل شوګر ملونو د چپړاسيانو او كلركانو په نوم 28 خفيه اكاٶنټس جوړ كړي دي. ده ووئيل چې د دې خفيه اكاٶنټس د لارې 16 اربه روپې ز??ات?? ناجائز دولت او كر??شن پټ كړے شوے. وزير مملكت ووئيل چې د لږ كر??شن نه كولو دعوی كوونكي د اربونو روپو په كر??شن كښې ككړ ووتل