اسلام آباد 19 نومبر (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د مذهبونو ترمېنځه د ه??غږۍ ودې لپاره دې لويديز د رائے د اظهار ازادې سره سره د مسلم??نا??و جذبات هم تر نظره اوساتي، د رائے د اظهار د آزادې په نوم كركه خپرول يو داسې څيز دے په كوم چې بايد مغرب فكر وكړي چې دغسې د اسلام، مسيحيت او نور?? مذهبونو ترمېنځه مرسته زياته شي. صدر دا خبرې د جمعې په ورځ د امريكې په پوهنتون كښې د مذهبونو تر مينځه د ه??غږۍ كانفرنس ته په ورچوئل وېنا كښې وكړې. د كانفرنس اهتمام پخواني سفير اكبر اېس احم?? كړے ؤ كوم چې په واشنګټن كښې د امريكې پوهنتون سره تړون لري. صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل څنګه چې په اروپا كښې د تېر وخت په ځينې نسلي ظلمونو خبره كول جرم دے، هم داسې مسلم??نا??و لپاره حضور اكرم صلی الله عليه وآله وسلم سره محبت و عقيدت تر ټولو زيات مهم دے. ده ووئېل د رائے د اظهار د آزادې په نوم د سپكاوي خاكې مسلم??نا??و لپاره د سخت تكليف وړ ګرځي، د كومو څخه چې مغرب ته د محتاط پاتې كېدو ضرورت دے. صدر ووئيل انسانيت د ګلوبل وارمنګ او وبائي رنځونو په شان خطرو سره مخ دے، بايد يو بل سره د روادارې ډاډګېرنه وكړې شي. ده ووئيل د پاكستان جوړېدو په وخت قائداعظم د مذهبي آزادې اعلان كړے ؤ. ده په امرېكن پوهنتون كښې د اسلامك سټډيز د ابن خلدون چيئر هڅې هم وستائيلې.