کراچۍ 01 دسمبر (اے پي پي) د پاکستان پی??لز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د خېبر پښتونخوا بنوں او خېبر ضلعو كښې د ترهه ګرو په ضد په کامیاب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزو??نې وړاندې كړي۔ د بلاول ??او??س میډیا سیل د اړخه جاري شوې بيان له مخې د پي پي پي چیئرمېن ووئيل د امنيتي ځواكونو د ترهه ګرو په ضد ياد شوي عملياتو كښې کامیابی قوم لپاره فخر دے۔ده د عملياتو په مهال شهيد شوي کیپټن محمد زوهیب الدین او سپاهی افتخار حسین ته پيرزو??نې وړاندې كولو سره ووئيل قوم به د بهادر ځوانانو د شهادت ذمه واره ترهه ګر انجام ته رسوي۔چیئرمېن بلاول بھټو زرداری د عملياتو په مهال شهيد شويو ځوانانو لوړو درجو او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه۔