اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي ځايې ماركيټ كښې د چ??نو په بيعو كښې كمے راراوان دے ۔د دې خيالاتو څرګند??نه ده د زيارت په ورځ د شوګرايډوائزري بورډ غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړ ه۔په غونډه كښې د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان هم ګډون وكړو ۔د غونډې جاري شوې اعلاميې له مخې په هېواد كښې د شوګر سټاك مجموعي صورتحال او راتلونكي سيزن لپاره د ګنو د فصل د خرڅونو اندازه هم ولګولې شوه ۔اعلاميې له مخې راتلونكي كرشنګ كال كښې د چ??نو په مجموعي سټا?? پوزېشن هم غور وشو ۔بورډ ځايې ماركيټ كښې د چ??نو په موجوده بيعو د اطمينان څرګند??نه وكړه ۔ټول شوګر ميل??نه به د 21 نومبر څخه كرشنګ پېل كړي۔تر 21 نومبر كرشنګ نه كوونكو ميلونو په ضد به كاروائي كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل د كروندګرو ټولې ادائيګۍ به د كرشنګ سيزن پیل كېدو څخه وړاندې بشپړې كړی شي او چې كوم مل كروندګرو ته واجبات ادا نه كړي د هغوي څخه به د برآمد اجازه بېرته اخستلې شي۔رانا تنوير حسېن ووئيل تر څو چې د برآمد وړومبۍ كوټه بشپړه شوي نه وي نور اجازت نه شو وركولې۔د اعلاميې له مخې پي اېس ايم اي د نورو چينو برآمد كولو اجازه غوښتې وه۔