اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د پاکستان مسلم ??يګ نون لارښود دانيال چوهدري وئيلي دي چې يو سياسي ګوند ته به هېواد او معيشت د ډي رېل كولو اجازه ورنه كړو، قانون نافذ كوٶنكو ادارو، عسکري او سول قيادت د ترهګرۍ خطر باوجود په عاشوره محرم ښه كار كړې۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ په نېشنل پرېس كلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې٬ دانيال چوهدري ووئيل پاكستان كورنۍ او بهرنۍ خطرو سره مخ دې٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې هره ورځ ز??ون?? ځوانان شهيدان كېږي، دوي خپل ځانونه د پاكستان ??فا??ت او بقاء قربانوي٬ دوي خپل نن ز??ون?? په سبا قربانوي خو د دې باوجود په سوشل ميډيا د دوي د عظيم قربانيو پسې خندا كېږي، د وطن محافظان او جانثارانو په ضد دا يو سا??ش كېږي او د شهيدانو قربانۍ د ضائع كولو ناكامه هڅې روانې دي۔ ده ووئيل يو سياسي ګوند ته به هېواد او معيشت د ډي رېل كولو اجازه ورنه كړو ځكه چې يو سرمايه كار په ھغه هېواد كښې سرمايه كاري نه كوي چرته چې عدم استحكام وي۔