بیجنګ 06 جون (اے پي پي) وزیر اعظم ??حم?? شهباز شریف سره د چائنا ناردرن انډسټري کارپوریشن (نورینکو) چیئرمېن ملاقات کړے۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه د زيارت په ورځ جاري شوې بیان له مخې په دې موقع وزیر اعظم ووئيل پاکستان او ??ین خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري كومې چې د وخت سره سره لا قوي كېږي۔چیئرمېن نورینکو د ??حم?? شهباز شریف د پنجاب وزیراعلیٰ په حېث د پرمختيائي پروژو په تند رفتارۍ سره بشپړولو او د پاکستان او پنجاب سپیډ خصوصي ذکر وكړو۔چیئرمېن نورینکو د وزیراعظم په نګرانۍ كښې د پروژو د رفتار او معیار ستائنه كولو سره ووئيل د هغه په مشرۍ كښې لاهور اورنج ټرین او میټرو منصوبې په وخت ??شپ??ې شوې۔وزیراعظم چیئرمېن نورینکو له په پاکستان كښې د مواصلات منصوبو او په خاص توګه کراچۍ سرکلر ریلوے كښې د سرمایه کارۍ بلنه وركولو سره ووئيل بهرنو سرمايه كارو له به آسانۍ راپيدا كولې شي،په دې اړه خصوصی سرمایه کاري سهولت کونسل د حکومت يو مهم اقدام دے۔