اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي) صدر آصف علي ??رد??ري د دې خبرې پخلے كړے چې پاکستان عمر له د تاریخ په صحیح اړخ ولاړ پاتې كيدو لاره نيولو سره د ’’ ون چائنا‘‘ په اصول كلك باور لري۔ ?? چین او پاکستان ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړيدو 73مې سالګرې په موقع د شورو په ورځ شائع شوې ?? چین میډیا سره مركه كښې صدر ووئيل د پاکستان اولس ?? چین سره غیر مشروط مينه لري۔دا خبره دې ياده وي چې مارچ كښې په دويم ځل د صدر د ټاكلے كيدو نه پس د كومې غیر ملکي میډیا سره د صدر ??رد??ري دا وړومبۍ مركه ده ۔د دواړو هېوادونو پخوانو لارښودو ترمينځه نزدې رابطې په يادولو كښې صدر آصف ??رد??ري ووئيل زما ارواښاد سخر او د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بھټو قام ته وئيلي وؤ چې ختيز پلو اوګورئ ، چین پلو اوګورئ۔صدرمملکت آصف ??رد??ري چا چې د پاکستانی صدر په حېث د وړومبۍ مودې په مهال 9 ځل ?? چین دوره کړې وه، د ’’تائیوان آزادي‘‘ په كوم هم صورت م??ترد کولو سره د ون چائنا اصول منلو په اړه د پاکستان د موقف پخلے كړے ۔ده ووئيل تائیوان ?? چین برخه دے ۔دې نه ځانله بله كومه لاره نشته۔ده ووئيل پاکستان عمر له د چين سره ولاړ دے او ?? چین د بنیادی ګټې به تحفظ کوو۔ ?? چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سی پیك) پېل كېدو او د ګوادر پورټ په پرمختګ تبصره کښې آصف علي ??رد??ری ووئيل 11 كاله وړاندې سی پیک پيل كيدو نه پس په ګوادر پورټ زيات كار شوے ،دا بندرګاه به د ټولې نړۍ سرمایه کارو ته هركلے اووائي۔د يوې پوښتنې په ځواب صدر آصف ??رد??ري ووئيل پاکستان د نورو سكولونو د دې خبرې ډاډګيرنه كوي چې هغوې به ?? چین ژبه لازمي ??صا?? كښې شاملوي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د اولس په كچه تبادلو قوي كولو په اهميت زور راوړلو سره ده د دواړو هېوادونو وګړو تګ راتګ آسانولو لپاره په نوو پالیسیو زور راوړو۔ د چين اولس کامیابۍ ستائېلو سره صدر آصف ??رد??ري ووئيل د پالیسیو تسلسل باوري كول ?? چین د کامیابۍ مهمه وجه ده او پاکستان ?? چین د پرمختګ عمل كښې د نورو شاملولو امید لري۔