اسلام آباد۔5اپریل (اے ??ي پي) د مواصلات وفاقي وزيرعبد العلیم خان وئېلي دي د هېواد جوړولو ٬ ترقۍ او د اولس خدمت لپاره سیاست له راغلے يم، د دريو زرينو اصولو تر مخه به د تعمیري سفر آغاز کوو ، محصولات كښې اضافه او د اعلیٰ معیار تعمیر او شفافیت زما بنیادي اصول وي ۔د جمعې په ورځ د جاري بيان تر مخه د وزارت رسمي قلمدان سنبھالولو نه وروستو ده د این ایچ اے اعلیٰ چارواكو سره خبرې كولې۔ په دې موقع د مواصلات وفاقي سیکرټري علي شیر محسود ، چیئرمین نیشنل هائی وے اتھارټي ارشد مجید مومند او نور اعلیٰ چارواكي هم موجود وو۔ دغسې فیډرل سیکرټري علي شیر محسود وفاقي وزیر له د این ایچ اے او مواصلات د وړو څ??نګو په اړه مفصل بریفنګ وركړو ۔ وفاقي وزیر عبد العلیم خان ووئېل په تعمیري عمل كښې كه اعلیٰ معیار سپېځلتيا، خواري او محنت نصب العین شي نو هېواد او قام زر ترقي كولې شي