لاهور۔31مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د ايسټر په مو??ع د پاكستان او ټولې نړۍ مسيحي ټولنې ته د زړه له كومي مبارکي وړاندې كړې او وئيلي ئې دي چې د ايسټر ورځ مونږ ته د حضرت عيسٰ?? عليه السلام د مينې، زغم او بخښنې په پېغام د غور كولو او د دې اقدارو د خپلولو موقعه راكوي٬ هم دا اقدار خپلولو سره مونږ زياتې شخړې لرونكې نړۍ د امن او مينې مركز جوړولې شوو۔ وزيراعظم د ايسټر 2024 په موقعه ??پل پېغام كښې ووئيل د خوشحالۍ په دې موقعه د پاكستان په جوړوېدو او د دې په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د خپلو مسيحي ورونړو په مهم كردار ترسره كولو هغوي ته د د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم او هيله لرم چې هغوي به د پاكستان په پرمختګ او استحكام كښې ??پل كردار لوبولو ته دوام وركړي۔ ده ووئيل په دې ویاړو چې پاکستان د بېلو عقيدو او كلتورونو يو ښكلے امتزاج دے ٬ راځۍ چې په ګډه د ی??ې زغم او همغږۍ لرونكې ټولنې جوړولو لپ??ره کار وکړؤ، راځئ چې د دې ملت مخالفت قوتونو ته ماتې ورکړؤ۔ ده ووئيل نن یو ځل بیا د خپلو ټولو اقلیتونو د ټولنیز پرمختګ او خېر ښېګړې لپ??ره د کار کولو ??پل عزم تکراروو٬ ټولو مسیحیانو ته دې سولييز ايسټر مبارك وي۔