پېنډۍ 08 مارچ (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير وئيل?? دي چې د بلوچستان کاميابي د پاکستان کاميابي ده، د بلوچستان په مېړني اولس وياړ لرؤ٬ دا مېړنې اولس په هر سخت وخت كښې د غر په څير ثابت قدم پاتے شوے دے٬ وسله وال ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې به اولس سره په ګډه د امن او سوكالۍ سفر دوامدار ساتي۔ د آئي اېس پي آر له مخې جنرال سيد عاصم من??ر د بلوچستان د آواران ضلعې دوره كړې٬ د بلوچستان كور كمانډر د سرلښكر هركلے ??ړې او دوي ته ئې په امنيتي وضعه بريفنګ وركړې۔ سرلښكر جنرال سيد عاصم من??ر د خپلې دورې په مهال د شهيدانو كورنيو٬ ځائي مشرانو ا?? كروندګرو سره خبرې اترې هم وكړې۔ جنرال سيد عاصم منير ته په صوبه كښې سماجي٬ اقتصادي او زرعي پرمختګ لپاره د ترسره شوې كاروائيو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ په دې موقع سرلښكر ځائي مشرانو ا?? ځوانانو ته وېنا كولو سدره د زراعت اهميت او د ګرين پاكستان انيشيټو لپاره د پوځ د عزم پخلے ??كړو۔ سرلښكر د شهيدانو قربانيو ته پېرزوئنې هم وړاندې كړې۔ ده ووئيل چې پاك پوځ به امنيت باوري كولو ا?? د خېر ښېګړې چارو كښې بلوچ اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده ووئيل زراعت د هېواد په پرمختګ كښې اهميت لري٬ پاك پوځ به په ګرېن پاکستان انيشيټو كښې مرسته روانه ساتي۔ سرلښكر ووئيل چې كروندګرو ته به زرعي آسانۍ په نرمو شرطونو ??رك??لې شي٬ دوي ته به سولر ټيوب وېلز او د زرعي پوهانو خدمات هم وړاندې كولې شي ، كروندګر د هېواد په پرمختګ كښې شراكتدار جوړولو ا?? په كركرونده كښې به د دوي لارښودنه هم كولې شي۔ ده ووئيل د بلوچستان کاميابي د پاکستان کاميابي ده، د بلوچستان په مېړني اولس وياړ لرؤ٬ دا مېړنې اولس په هر مشكل كښې ثابت قدمه لكه لكه د غر ولاړ پاتے شوے دے٬ وسله وال ځواكونه او قانون نافذ كوٶنكې ادارې به اولس سره په ګډه د امن او سوكالۍ سفر دوامدار ساتي۔ جنرال عاصم منير ووئيل پاك پوځ به په بلوچستان كښې سول انتظاميې سره په ګډه د پرمختګ او مرستې عمل جاري ساتي۔ سرلښكر جنرال عاصم منير په آواران كښې د کيډټ کالج پرانسته وكړه او د كالج زده كوٶنكو ا?? استاذانو سره ئې هم وليدل۔ په دې موقع سرلښكر جنرال عاصم من??ر د پاكستان ځواكونو لخوا اړوند ادارو سره په ګډه په بلوچستان كښې د ريليف او تعميري هلو ځلو جاتي ساتلو له د عزم پخلے ??كړو۔