ابوظهبي 28 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ هېواد د پوليو وائرس څخه پاكولو لپاره د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره وئېلي دي حك??مت د يو صحت مند او محفوظ پاكستان لپاره لوظې دے او په دې هلو ځلو كښې د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن غوندې د باور وړ شراكتدار مرستياله ګرځېدے شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د بل اينډ ميلنډا ګيټس فاؤنډېشن شريك چيئرمېن ??رمينځه په ټ??لي??ون خبرې شوي چې پكښې د پاكستان څخه د پوليو خاتمې لپاره په روانو هلو ځلو كښې په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه شوې۔وزيراعظم دا مهال د متحده عرب امارات په سركاري دوره دے۔د ټ??لي??وني تماس په مهال وزيراعظم د بل ګيټس سره په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د خپل ملاقات ذكر هم وكړو۔وزيراعظم پاكستان د پوليو څخه محفوظ هېواد جوړولو حك??متي هلو ځلو كښې د ګيټس فاؤنډېشن مرسته وستائېله۔ده هېواد د پوليو وائرس څخه پاكولو لپاره د پاكستان غېر متزلزل عمل پخلے هم وكړو۔په دې لړ كښې وزيراعظم بل ګيټس ټول پاكستان كښې د روان پوليو ويكسينيشن كمپائن په اړه خبر كړو۔د دې نه علاوه د خوراك كمي مسئلو او د مور او بچي د صحت موضوعات په اړهم خبرې شوي۔وزيراعظم د حك??مت او بي اېم جي اېف ترمينځه په ښه مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان حك??مت يو صحت مند او محفوظ پاكستان لپاره عز?? لري او په دې هلو ځلو كښې بي اېم جي اېف پشان د باور وړ شراكتدار مرستياله ګرځېدے شي۔