اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د خپل حكومت د مهمو اقداماتو خاكه وړاندې كولو سره وئيلې دي نګران حكومت به د حكمرانۍ غوره اسلوب او د اصلاحاتي نقطه نظر وړ ميراث پرېږدي، د معيشت، نجکارۍ او مواصلات پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې سختو چېلنجونو سره مخ يو۔ د جمعې په ورځ د جنګ ګروپ آف پبليکيشنز تر سېوري لاندې ”برېك فاسټ ود دي پرائم منسټر” په سرخط يوې ناستې كښې وزيراعظم انوار الحق کاکړ ووئيل حكومت د معيشت، نجکارۍ او مواصلات پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې سختو چېلنجونو سره مخ دے۔ وزيراعظم د يو غوره پاكستان په امكانات او پخپل وژن رڼا اچولو سره و??ئيل هنرمنده بشري سرمايه د يو شمېر چېلنجونو حل دے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل پاكستان د اقتصادي مرستې تنظيم د يو مهم سيمه ايز غړي په حېث د خپلو قدرتي وسائلو نه علاوه د مېنځنۍ او سوئيلي اسياء په سنګم په تزويراتي مقام فخر لري ۔ ده و??ئيل په 24 كروړه ودانۍ كښې د 25 كالو نه د كم عمره ځوانانو لويه شمېره د بشري سرمائے په قدر كښې اضافې كوي خو ده په ګوته كړه چې د ټارګټډ ټرېننګ پروګرامونو د لارې ځوانان هنر منده كول ډېر ضروري دي او د دوي انرژي په مناسب ډول په كار نه راوستل د زيان مندو نتيجو سبب جوړېدے شي۔ وزيراعظم ووئيل د نګران حكومت په ترجيحات كښې يوه ترحيع داسې پروګرام پلو پام ??رځ??ل دي چې پكښې په يوه لسيزه كښې لس لكه نرسانو ته تربيه وركړې شي۔ ده و??ئيل حكومت بېلا بېلو څانګو كښې د هنر ترقۍ لپاره سيمنز، او د المان پشمول نړيوالو تنظيمونو سره د شراكت دارۍ موقعې لټوي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په زيان د چلېندونكو رياستي ملكيتي ادارو په نجكارۍ په تندۍ سره كار كوي، په دې فهرست كښې د پاکستان انټرنيشنل ايئرلائنز نجکاري وړومبۍ ترجيح ده، د جنورۍ تر نيمائي د ځېنې كوټلو نتيجو ترلاسه كېدو اميد دے۔ ده و??ئيل د هېواد پرېښودونكي صلاحيت مند كسان د ناكامۍ علامت ګڼ?? مسترد كولو سره ده و??ئيل پاکستان د متنوع تخليقي صلاحيتونو وړ تهذيب دے?? دا ډول صلاحيت لرونكي كسان په سباٶن كښې د هېواد اثاثه جوړېدے شي٬ دا د دې معاملې په پوهېدو يو سنجيده او په زړه پورې طريقه ده٬ د غېر ملکي سرمايه كارۍ راغب كولو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) په کاروبار كښې آسانيو له موقعې وركوي۔ ده و??ئيل په هېواد كښې د كر كېلې، انفارميشن ټيکنالوجي او کان کنۍ په څانګو كښې د اربونو ډالرو د غېر ملكي سرمايه كارۍ پحقله په دې اوونيو كښې د يو ښه خبر راتللو هيله ده۔ ده باور څرګند كړو چې اېس آئي ايف سي سول او د ملټري نمائندګانو پشمول يو پلېټ فارم به د حكومت بدلېدو باوجود د منصوبو تسلسل باوري كوي۔ ده د خپلو صلاحيتونو زياتولو لپاره د كاروباري ورورولۍ غړي په دغه كښې د شاملولو د خيال هم توثيق وكړو۔ ده و??ئيل اېګزم (ايکسپورټ امپورټ) بېنك پاکستان ته په مالياتي خدمات وركولو كار كوي چې ورسره به ځائي كاروباري ورورولۍ ته بهر هېوادونو كښې مالي لېن دېن كولو له مرسته كوي۔ رابطه د يوه مهمې څانګې په توګه رامخې ته كولو سره وزيراعظم ووئيل ټرانس افغان رېلوے به ازبکستان د پاكستان سره وتړي۔ ده و??ئيل د کوئټه تفتان رېل نيټ ورك په بهترۍ كار روان دے۔ ده و??ئيل آذربائيجان سره په دې وروستيو كښې پېل كړو نېغ په نېغه پروازونو څخه به د سفر دورانيه كښې كمے راشي او تجارت به وده و??ړي۔ وزيراعظم په ټېکس نظام كښې د اصلاحات ملاتړ كولو سره و??ئيل نګران حكومت په خرڅونو كښې په كمي باور لري او اېف بي آړ په اصلاحات هم كار كوي۔ ده و??ئيل په هېواد كښې ميډيا په آزادۍ سره كار كوي او په خاص توګه سوشل ميډيا د هر ډول كنټرول نه بهر ده خو ده د ډيجيټل ميډيا د چېنلنجونو مخنيوي لپاره شراكتدارو سره د غور كولو نه پس د ضوابطو وضع كولو په ضرورت زور رواړو۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ ووئيل موجوده سياسي منظر نامه بحران نه دے بلكې د پاکستان د ارتقاء پذير جمهوريت د عمل تسلسل دے۔ وزيراعظم په سوئيلي او شمالي وزيرستان غوندې لرې پروتو سيمو كښې اولس ته د ورمخې ته شهري مسئلو حل لپاره د بلدياتي نظام په اهميت زور رواړو۔ ده و??ېيل شهري ترقۍ پلو ??رځ??لې شوې طرز حكمراني پرېښودل او د هېواد لرې پرتې سيمې پرمختللو ښاريو سره برابرولو لپاره زيات جامع انداز خپلولو ته اړتيا ده۔