اسلام آباد۔10اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د بې دركه ماشوم??نو درك لګول او پوهې لپاره د حكومت او ټولنې ترمينځه مرسته ضروري ده ٬ د بې دركه شوو ماشوم??نو په اړه د شكايتونو په وخت درج كولو له د زارا هېلپ لائن “1099” په اړه پوهه ضروري ده ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د زېنب الرټ رسپانس اېنډ ریکوری اېکټ 2020 (زارا) نفاذ په اړه غونډه كښې وكړه۔ ډاكټر عارف علوي د تښتولے شوو او بې دركه شوو ماشوم??نو په اړه شعور بېدارولو له د سول سوسائټۍ ٬ اېن جی اوز، قامي او صوبائي محکمو ترمينځه د همكارۍ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د زېنب الرټ اېکټ په اړه به په ځايي كچه پوهاوې رامخې ته كول وي۔ صدر مملكت ووئيل د بې دركه شوو ماشوم??نو په اړه شكايت او اېف آئي آر په وخت درج كول د پوليس چارواكو ذمه واري ده۔ ده زياته كړه چې په ګرد هېواد كښې دې د زینب الرټ اېكټ نفاذ باوري كولو له ګامونه پورته كړې شي۔ صدر مملكت ووئيل د كوم هم ماشوم د بې دركه كېدو نه وروستو اولني 24 س??عتونه لټون لپاره زيات مهم وي۔ ده ووئيل د زرا اېکټ په صوبائي او ضلعي كچه نافذ كولو كښې ولاړ خنډان به په ګوته كول وي دغسې چې دا په غوره ډول نافذ كړے شي۔ ده ووئيل په هېلپ لائن 1099، وزیراعظم سټیزن پورټل او زارا اېپ دې د بې دركه ماشوم??نو په اړه د الرټس او شکایتونو غوره نظام باوري كړے شي۔ د بې دركه ماشوم??نو په چارو كښې دې شکایت درج كوؤنكو ته 24 س??عته / 7 ورځې سروس وركړے شي۔ په غونډه كښې د بشري حقونو وزارت سېكرتري دینو خواجه، د زارا ډي جي ٬ د ماشوم??نو حقونو لپاره د كار كوؤنكو بېلو اېن جي اوز استازو او اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو۔