اسلام آباد/پېنډۍ/پېښور 29 جون (اے پي پي) د اسلام آباد او پېنډۍ او پېښور پشمول د ګرد هېواد په لويو ښا??يو او سرښارونو چې پكښې كراچۍ٬ كوئټه او لاهور شامل دې كښې لوے اختر مذهبي عقيدت او احترام سره لمانځلې شوې۔ پېښور كښې د لوي اختر لويه اجتماع د مسجد قاسم علي او د مسجد مهابت خان نه علاوه په بېلا بېلو ځايونو كښې په عيدګاه كښې ??وې۔ په دې موقع د اسلامي نړۍ اتحاد٬ يوالي٬ پرمختګ او سوكالۍ په خاص توګه د هېواد سلامتيا او امن لپاره دعاګانې شوې، د اختر په خطبو كښې ??لمائے كرامو د حضرت ابراهيم او د حضرت اسمٰعيل د عظيم قربانۍ په فلسفه او اهميت رڼا واچوله٬ علمائے كرامو د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې ?? تخريبي كاروائيو كوٶنكو ترهګرو په ضد جنګ كوونكې وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې او د پاك پوځ شهيدانو لپاره دعاګانې هم وشوې، د خېبر پښتونخوا په ټولو لويو ښا??يو كښې هم د لوي اختر د لمونځ اجتماعات شوې پكښې ?? هېواد سلامتيا او پرمختګ لپاره خاص دعاګانې شوې۔ پېنډۍ كښې هم د لوي اختر اجتماعات شوې٬ په دې موقع د هېواد او قام سلامتيا ٬ د اسلامي نړۍ سلامتيا او اتحاد او د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعاګانې شوې۔ په اسلام آباد كښې د لوي اختر لمونځ لويه اجتماع په فېصل مسجد كښې ??وې د دې نه علاوه د اسلام آباد په هر سېكټر كښې په عيدګاه كښې ??و په جامع مساجد كښې هم د اختر د لمونځ لوے اجتماعات شوې۔ په دې موقع علمائے كرامو د هېواد پرمختګ او سوكالۍ سره سره د اسلامي نړۍ اتحاد لپاره دعاګانې كړې۔ د اختر لمونځ نه پس د اسلام فرزندانو په سنتې ابراهيمي عمل كولو سره د څاروو قربانۍ وكړې٬ د قربانۍ په ځناورو كښې چيلي٬ ګډان٬ غويان او اوښان شامل وو۔ په اسلام آباد كښې ?? اجتماعي قربانۍ رواج عام دے خلق خپلې قربانۍ مدرسو سره كوي په دا سبب په زياتره مدرسو كښې ??ر ماسپخين ناوخته د څاروو قربانۍ كېدې۔ د اختر په موقع د ګرد هېواد په سرښارنو او اسلام آباد كښې ??منيت ټېنګ كړې ش??ې ٶ۔ په دې موقع د قربانۍ د ځناورو آلائش ځائ ته رسولو لپاره هم خاص انتطامات شوې وو۔ د يادونې وړ ده په پېنډۍ او اسلام آباد كښې قصابانو په اجرت قربانۍ كړې او په زياته بيعه ئې د قربانۍ څاروي حلال كړي