اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د هېواد د مجموعي قرض حجم د مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې 59,247 اربه روپۍ رېكارډ شوې٬ حكومت 5541 مېليونه ډالره نړيوال كمرشل قرضې وركړې دي چې پكښې 4541 مېليونه ډالره ??ېنكونو او يو ارب ډالر د نړيوال سكوك بانډز په لړ كښې ادا كړے شوې دي۔ د قامي اقتصادي سروے 23-2022 له مخې د هېواد د كورني قرض حجم 35076 اربه روپۍ او د غېر ملكي قرضې حجم 24171 اربه روپو ته رسېدلې دے۔ د ماليا??ي زيان ترسره ك??لو او قرض ورك??لو لپاره ??كومت د اوږدې مودې په قرضو انحصار كوي٬ د حکومت لخوا 527 اربه روپۍ د ټريژري بلز ادا ك??لو سره ?? لنډې مودې قرضو حجم كښې ډېر كمې راغلے دے٬ حکومت د قرضو په مد كښې سټېټ بېنك ته 310 اربه روپۍ وركړې دي د ??ول??ئي كال 2019 نه تر اوسه حكومت 2 زره ??ربه روپۍ د قرضو په مد كښې سټېټ بېنك ته وركړې دي۔ د اقتصادي سروے له مخې د بهرنيو قرضو په مد كښې د آئي اېم اېف اووم او اتم جائزې له مخې 1166 مېليونه ډالره وصول شوي۔ د اسيائي پرمختيائي بېنك 1500 مېليونه ډالره ??و د ايشين انفراسټرکچر ډويلپمنټ بېنك څخه 500 مېليونه ډالره ??رلاسه شوي۔ د دې نه علاوه د غېر ملكي كمرشل بېنكونو څخه 1900 مېليونه ډالره قرضې هم ري فنانس شوې