لاهور 13 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د هېواد په تاريخ كښې په وړومبي ځل غريب او??س لپاره په روژه ك??ې د وړيا اوړو وركولو پیكج رامخې ته ك??ے شوے٬د وړيا اوړو تقسيم دې په سپيځلې توګه باوري كړے شي٬روژه ك??ې به د ټول پنجاب 1 كروړ 58 لكه كورنيو ته وړيا اوړه وركولې شي٬د اوړو رسنې په مهال د غلا مخ نيوي لپاره دې جديد ټېكنالوجي استعمال كړی شي۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ون?? لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د رمضان پیكج له مخې د وړيا اوړو رسنې د جاج اغستو غونډه و??وه??په غونډه ك??ې د پنجاب حكومت لخوا په روژه ك??ې د وړيا اوړو تقسيم په پروګرام تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔په غونډه ك??ې د پنجاب لنډ مهاله وزيراعلٰی سيد محسن رضا نقوي٬د وزيراعظم صلاحكار احمد چيمه او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ده ووئيل د وړيا اوړو په معيار به كومه سمجهوته ونه زغملې شي ٬ د وړيا اوړو سكيم كښې خپل اهليت د اېس اېم اېس د لارې كتلې شي۔ده ووئيل وفاقي حكوم?? به نورو صوبو ته هم په دې پروګرام كښې مرسته وركوي۔وزيراعظم ووئيل د وړيا اوړو تقسيم د 25 شعبان څخه به تر 25 رمضان جاري وي۔ده هدايت وكړو چې د اوړو تقسيم دې د 8 زره 500 يوټېلټي سټورز د لارې وكړے شي او د اولس آسانيو لپاره دې د اوړو تقسيم نور 20 زره پوائنټس جوړ كړے شي۔