اسلام آباد 20فروری (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي صدر ډاكټر عارف علوي د خپل آئيني حدود څخه ??ه تجاوز كولو د صوبائي اسمبلو د ټاكنو كولو نېټه وركړې ٬يو ډرامه كونكے لارښود يو اړخه ته جيل بهرو تحريك پېل كوي او بل اړخ ته د ګرفتارۍ نه وړاندې ضمانت لپاره عدالت ته رجوع كوي۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د دفاع وزير ووئيل چې كله د پخواني وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريك په دې ايوان كښې منظور كړے شو نو د صدر لخوا غېر آئيني اقدام سره قامي اسمبلۍ تحليل كړې شوه او سپريم كورټ دا بحال كړه٬نن يو ځل بيا د خپل آئيني حدود څخه ??ه تجاوز كولو ډاكټر عارف علوي د صوبائي اسمبلو د ټاكنو كولو تاريخ وركړے كومو سره چې هغه تعلق نه لري٬ ده ووئېل مونږ ګڼو چې دا د آئين پامال كولو ښكاره مثال دے او چې په كومه آئيني چو??ۍ صدر ناست دے د دغې په آئين كښې د حدود تعين شوے٬ ده ووئېل هغه د دې څخه ??ه تجاوز كولو د صوبائي اسمبلو د ټاكنو كولو تاريخ وركوي٬ ده ووئېل كه چرته قامي اسمبلۍ تحليل كېږي نو صدر دې د دې تاريخ وركړي خو صوبائي اسمبلو كښې د هغه هېڅ كردار تشته٬ ده ووئېل هغه د ص??ر مملكت نه زيات د پي ټي آئي د يو وركر په حېث كار كوي۔ده ووئيل ??ا اقدام په رېكارډ راوستل لازمي وو ٬د صدر ??ا اقدام بلا جواز او غېر آئيني دے او په وخت د ضرورت د آئين له مخې د كاروائي كولو حق محفوظ لرو