اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله وئېلي دي ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد د خپلو وسله والو ځواكونو٬قانون نافذ كوونكو ادارو او پوليس سره ولاړ دے٬ د پېښور پېښه د پاكستان رياست٬ 22 كروړ اولس او زمونږ د ټولو په ضد ده٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ په هر صورت ګټل دي٬پاليسي سازي د پارلمان كار دے٬د پارليمان څخه به لارښودنه ترلاسه كولې شي٬تېرو څلورو كلونو ??ښې چې كومو څيزونو څخه سرغړونه وكړې شوه او چې كومې پالېسۍ جوړ كړې شوې د دې څخه ترهه ګرۍ بيا پېل شوه۔د نهې په ورځ په قامي اس??بل?? ??ښې د پېښور پیښې په اړه په بحث ??ښې د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د كال 2008 نه تر 2016 پنجاب او لاهور ??ښې د ترهه ګرۍ ګڼ شمېر پیښې رامخې ته شوي٬په يوه يوه پېښه ??ښې د سلو سلو څخه زيات كسان شهيدان شوي٬د پنجاب اس??بل?? په وړاندې د ترهه ګرۍ په پېښه ??ښې د ډي آئي جي كچې نه واخله تر كانسټيبل اهلكار شهيدان شوي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د دې پېښو په پلټنو ??ښې چې كوم خلق نيولې شوي په هغې ??ښې د 99 فيصد ځانمرګي بريد كوونكو تعلق د پنجاب څخه نه ؤ ٬زه دا وئېل نه غواړم چې د هغوي تعلق د كوم ځاے څخه وو٬ ده ووئېل ھغه ګمراه او د پاكستان دښمنان وو٬د پنجاب څخه يو غږ هم نه دې پورته شوے چې تاسو مونږ ته د كومې خبرې سزا راكوۍ٬ځكه چې زه دا خبره مسترد كوم چې د پیښور او لاهور خبره دې وكړې شي يا د پېښور او پېنډۍ خبره دې وكړې شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د ترهه ګرۍ پېښې كېږي خو زمونږ ادارې٬امنيتي ځواكونه او د قام عزم قوي دے٬كله چې په بنو ??ښې ترهه ګرو د تهاڼې عمله يرغمال كړه او غوښتنې يې وكړې نو حكومت عمليات وكړل او د ترهه ګرو كومه هم غوښتنه تسليم نه كړې شوه ٬ ده ووئېل په دې ??ښې افسرانو او ځوانانو شهادتونه نذرانه وركړل۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا پوليس٬رينجرز او وسله وال ځواكونه او د قانون نافذ كوونكو ادارو اهلكار ت?? نن ورځې عمليات كوي چې پ??ښې ترهه ګر وژلې او نيولې كېږي٬په دې كاروائيو ??ښې زمونږ ځوانان او افسران شهيدان او ژوبل كېږي٬په پنجاب ??ښې تر نن ورځې كلو او ښارونو ??ښې د شهيدانو جنازې پورته كېږي٬هلته خلق د غم دړد څرګندونه كوي خو چا هم دا خبره نه ده كړې چې زمونږ څه قصور دے۔ده ووئيل پرون چې په پېښور ??ښې كومه پېښه رامخې ته شوې هغه افسوس ناكه ده٬دا پېښه د پیښور پوليس لائن په جومات ??ښې شوې٬ټول خلق دا پوښتنه كوي چې د دومره امنيت باوجود په سيمه ??ښې چاودنه څنګه وشوه٬په دې اړه پلټنې روانې دي خو د پوليس آئي جي وئېلي دي چې په دې ايريا ??ښې د 600 نه تر 700 كورنۍ استوګنې دي٬ځينې داسې دفترې هم شته چې عام كسان ورته ځي راځي٬آئي جي اندېښنه څرګنده كړې چې دلته كومې كورنۍ استوګنې دي په دې ??ښې به چا هم د ترهه ګرو سهولت كاري كړی وي خو په دې اړه پلټنې روانې دي۔ ده ووئيل د پیښې ذمه واري د ټي ټي پي خراساني ډلې قبوله كړی۔د كورنيو چارو ووئيل په پېښه ??ښې 100 ته نزدې شهادتونه شوي چې پ??ښې 3 سويلين او 97 پوليس اهلكار شامل دي٬د شهيدانو په شمېره ??ښې د اضافې اندېښنه ده ځكه چې د 27 كسانو حالت اندېښمن دے٬ مونږ د هغوي د ژوند لپاره لاس په دعا يو۔ده ووئيل د رېسيكو عمليات بشپړ كړے شوي٬ملبه اخوا كړے شوې٬د ځانمرګي بريد كونكي سر او د بدن تكړې جمع كولو سره ليبارټرۍ ته لېږلې شوي٬د سي سي ټي وي فوټېج او جيوفنسنګ عمل بشپړ كړے شوے٬ ده ووئېل قانون نافذ كونكې ادارې پلټنې بشپړونكې دي٬په يوه دوه ورځو ??ښې به ايوان خبر كړم او پالېسي بيان به هم جاري شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئېل د پېښور پېښه د پاكستان رياست٬ د 22 كروړ اولس او زمونږ ټولو په ضد ده٬زه باور دركوم چې هر شهيد زمونږ لپاره د اهميت وړ دے ځكه چې هغوي د ??وږ هېواد لپاره قربانۍ وركړي٬د شهيدانو كورنيو غم دړد داسې دے لكه زمونږ وروڼه او خپلوان چې وي۔(