اسلام آباد 27 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د مشکلات په مړانه مقابله کوونكې قامونه پرمختګ كوي،هېواد به د موجوده مسئلو څخه وېستلے شي،هيله لرو چې د آئی اېم اېف سره لوظنامه به روانه مياشت كښې تر سره شي،د تير حكومت د اړخه په ادارو بے بنسټه تورونه او د چین په کمپنیو د کرپشن تورونو سره د چین چارواكو ته تکلیف رسيدلے، اېم ایل ۔ون منصوبې بشپړولو ته خاص پام لر??ه كوو،په شپه ورځ محنت به خپل مقام په نړۍ كښې ترلاسه كولې شي،نړۍ كښې حکومتونه د ګورننس ذمه وار دي ٬ هغه ادارې نه چلوي،مونږ د زرمبادله د پانګو د خپل ترجیحات تر مخه تعین کړے ۔د جمعې په ورځ وزیراعظم محمد شهباز شریف د ګرین لائن ټرین سروس پرانسته كړې ۔ په دې موقع د ريلوے وزیر خواجه سعد رفیق، د خزاني وزیر سېنېټر اس??اق ډار، د منصوبه بندۍ وزير پروفېسر احسن ا??بال هم خطاب وكړو۔ وزیراعظم دستورې ته وينا كښې ووئيل د ګرین لائن كوم بنیاد چې نو??ز شریف اېښودے ؤ او د بده مرغه دغسې نو??و ګڼو منصوبو په شان دا منصوبه هم بيا د پي ټي آئي حکومت كښې ختمه شوې وه ،مونږ د دې سروس بيا د سره په جاري كولو د لوي څښتن شكر ادا كوو او د ريلوے وزیر او چین کمپنیو له مباركي وركوو۔ وزیراعظم ووئيل اوس د ویګنز څارنه وكړې دا ټول جدیدې آسانۍ لري، د ريلوے وزیر په آؤټ سورسنګ باور لري او اوسني دور كښې د پرمختګ زینه هم دغه ده ٬ دې سره به ریلوے كښې ښه والے راشي او د پاکستان ریلوے ته به ګټه ورسي۔ده ووئيل د حکومتونو كار ادارې چلول نه بلكه ګورننس كول دي۔ده ووئيل حکومتونه ځي راځي ٬ پاکستان چې نن د كوم دور څخه تيريږي ٬ مونږ د يوې ٬ يوې روپۍ بچت كولو هڅه كوو۔ ده ووئېل غیر ملکی ذرمبادله پانګو صورتحال تر مخه مونږ ترجیحات مقرر کړي چې پكښې خوراك او د داروګانو درآمد ته خاص پام لر??ه كېږي۔ هيله لرم چې آئی اېم اېف سره به په روانه مياشت كښې لوظنامه وشي او د دې ټولو ستونزو څخه به بهر شو۔ده ووئيل دا يو مشكل وخت دے ، پاکستان په نړۍ كښې ماحولیاتی آلودګۍ كښې يو فیصد برخه لري او د دې باوجود د سېلاب ښكار شوي يو۔ اتحادی حکومت شپه ورځ هېواد د مسئلو څخه وېستلو له كار كوي، خواجه سعد رفیق د میرټ په سرلوړۍ باور لري، ریلوے د نو??و ادارو په شان ستونزو سره مخ ده ، ده ووئېل د قامونو په ژوند كښې ستونزي راځي د هغې مقابله كولو سره قامونه پرمختګ كوي اوهم دغه د مخلوط حکومت وژن دے او په هغې په بشپړه ډول عمل كوي۔ده ووئيل اېم ایل ۔ون زمونږ ترجیحی ایجنډه كښې شامل ده ۔د چین حکومت منصوبه په تندۍ سره مخ په وړاندې بوتللو له لوظي دے ٬ د چين حکومت او اولس من??ه كوو چې د پاکستانیانو لپاره بے كچه مينه او جذبات لري،مونږ له به په خپلو پښو اودريدو لپاره به محنت خپل شعار جوړول وي ، ده ووئېل مونږ به تر څو د نو??و په سهارا ژوند كوو۔دا مزل مشکل ضرور دے خو به شپه ورځ محنت کولو به هېواد مخ په وړاندې بوځو او د هېواد هغه مقام به بيرته ترلاسه كوو۔۔(