اسلام آباد۔14نومبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ س??يكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي شوګر رنځ ګردې نړۍ او په خاص توګه پاكستان لپاره يو لويے چېلنج دے ٬ ټول اولس له به په ګډه د دې رنځ مخنيوي لپاره خپل كردار ترسره كول وي۔ د شوګر نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښی ده ووئيل لويې شمېر پاكستاني وګړي د شوګر رنح سره مخ دي ٬ دا رنځ هر كال د زرګونو په شمېر وګړو د مرګ سبب ګرځي٬ د متوازن خوراك ٬ ورز?? او صحي ژوند د لارې په دې مرض قابو موندلې كېدے شي۔ د قومي اسمبلۍ س??يكر ووئيل ورز?? او نور احتياطي تدبيرونه خپلولو سره دې رنځ سره هم مونږ يو صحي ژوند تېرولې شؤ۔ ده په حكومتي كچه دې رنځ سره د اړوندو مسئلو په اړه د اولسي شعور بېدارولو په حاجت زور راړلو سره ووئيل مرکزی او صوبائی حكومتونه دې په ګډه دې رنځ سره مخ وګړو ته ضروري آسانۍ وركول باوري كړي۔ ده ووئيل يوه صحتمند ټولنه د هېواد په تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده زياته كړې چې د ټولنې هر فرد له به د دې رنځ مخنيوي له خپل كردار ترسره كول وي۔