اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرون?? وفاقي وزيري مرېم ??ورنګزيب پاکستان كښې د سعودي عرب ??فير نواف بن سعيد المالکي سره د شورو په ورځ ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې د پاکستان او سعودي عرب ??رمينځه بيلو څانګو كښې په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څركندونه شوې ۔ وفاقي وزيرې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د هېواد وزيراعظم په نامزد كيدو د سعودي سفير له مباركي وركړه۔ ملاقات كښې پريكړه شوې چې دواړه هېوادونو كښې به اېم ??و يوز له حتمي شکل وركولو لپاره ورکنګ کولې شي۔ دغسې ملاقات كښې د ميډيا او فلم په څانګو كښې په روانه مرسته غور وكړے شو۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل حکومت او اولس په زړونو كښې د خادم الحرمين الشريفين او سعودي قيادت لپاره عزت او احترام لري۔ د اطلاعات وزيرې پاکستان كښې سېلاب ځپليو لپاره په مرسته كولو د سعودي عرب ??فير مهم كردار وستائلو چا چې په ذاتي توګه د سېلاب ځپليو سيمو دوره كړې ۔ ملاقات كښې د فلم او ډرامې په څانګو كښې پاکستان او سعودي عرب ??رمينځه شريكو منصوبو له عملي شكل وركولو لپاره يوه کمېټي جوړه شوه۔ وفاقي وزيرې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن له مخې تجارت او بزنس ټو بزنس رابطو لا قوي ك??لو له خوښي لرو ۔په دې موقع د سعودي سفير ووئيل ګڼ شمير پاكستانيان د سعودي عرب په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د اوسني سېلاب او باران له امله په شوي مالي او ځاني زيان دړديدلي يو۔ په دې سخت وخت كښې د سعودي حکومت به په پاکستان كښې د سېلاب ځپليو هر ممكن مرسته روانه ساتي