اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير اسعد محمود وئيلي دي مسئلې او بحران شته او وسائل محدود دي خو د دې باوجود موجودہ حکومت په بشپړ ع??م د مسئلو سمدستي حل او د هېواد معيشت مستحكمولو له هلي ځلي كوي، مونږ به اولس چري يواځي نه پريږدو،د سيلاب په مهال د بيا رغونې او مرمت کارونو په وخت بشپړولو او د قامي سترو لارو ټراف په وخت بحالولو كښې نېشنل هائي وے اتھارټي تاريخي کارنامه ترسره كړې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ بيلو سيمو څخه راغليو د جمعيت علماﺀ اسلام سره تړون لرونكو پلاويو سره ملاقات كښې وكړه۔پلاويو كښې د ګوند مشران او ګڼ شمير كاركنان شامل وو چې پكښې سېنېټر سائيں فيض محمد، ايم پي اے نعيمه کشور، پخوانے ايم پي اے شاہ حسين خان، عماد خان آف شانګله پشمول نورو مشرانو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير اسعد محمود پلاويو له باور وركړو چې د ټولو مشرانو او كاركنانو قدر به كولې ش?? او د هغوي ښودلې ش??ې مسئلې به حل كولې ش??، وفاقي وزير د ګوند مشران او كاركنان د اوسني سيلاب په مهال د شوي زيان څخه خبر كړل ۔ ده ووئيل د ستونزو باوجود ما او د نېشنل هائي وے اتھارټي چئير??ېن کيپټن(ر) محمد خرم آغا پرله پسې د ځپل??و څارنه كړې ۔ وفاقي وزير ووئيل د اولس خذمت په مونږ فرض دے او د سيلاب ځپليو سيمو د اولس مرسته كول او د هغوي د زيان آزاله كول زمونږ ذمه واري ده