اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) د كشمير د آزادۍ د تحريك قائد سيد علي ګېلاني وړومبے تلين٬د مقبوضه كشمير اولس به د ??تم??ر په وړومبۍ نېټه ?? سرينګر پلو مارچ كوي چرته چې سيد علي ګېلاني دفن دے ٬سيد علي ګېلاني تېر كال د ??تم??ر په وړومبۍ نېټه ?? سرينګر په حېدر پوره سيمه كښې په خپله استوګنه كښې د هندي ځواكونو او پوليس په حراست كښې په حق رسېدلې ؤ ٬د هند قابض انتظاميې هغه د يوې لسيزې نه تر زياتې مودې پرله پسې په كور نظر بند ساتلے ؤ ۔په حراست كښې د شهادت نه پس د هند پوځ او پوليس د قابض انتظاميې په احكامات هغه په زبردستۍ خاورو ته سپارلے ؤ ۔سيد علي ګېلاني د ??تم??ر په وړومبۍ نېټه ?? شپی په وخت په حق رسېدلې ؤ ۔د دې څخه وړاندې چې د سرينګر نه بهر د لاكهونو په شمېر كشميرے اولس د هغه په تدفين كښې ګډون لپاره رارسېدلے و٬قابض هندي پوځ د هغه جسد په زور د ??تم??ر په دوهمه نېټه ??هار وختي دفن كړو۔د ارواښاد وصيت په ضد د هند قابض چارواكو هغه د شهيدانو په قبرستان كښې د دفن كولو نه انكار وكړو او په ځايې اديره كښې په جنازه كښې يواځې نزدې رشته دارو او ګاونډيانو ته د ګډون اجازه وه۔هند دا ټول د جبر اقدامات ځكه وكړل چې قابض چارواكو ته معلومه وه چې شهيد سيد علي ګېلاني دوي لپاره د ژوندي سيد علي ګېلاني نه زيات خطر ناك دے۔هغه پاكستان سره د الحاق پلوي ؤ او نعره يې وه چې مونږ پاكستانيان يو او پاكستان زمونږ دے٬دا نعره اوس د كشميريانو مشهوره نعره ګرځېدلې او پ?? مقبوضه سيمه كښې هرې خوا اورېدلې كېږي۔د آزادۍ هڅو لپاره به د سيد علي ګېلاني قربانۍ تل ياد ساتلې شي۔د كل جماعتي حريت كنفرنس سينئر لارښود نعيم احمد خان د تهاړ زندان څخه په خپل پېغام كښې وئېلي دي كشمير كاز لپاره به د سيد علي ګېلاني هڅې د كشمير په تاريخ كښې په ??ري??و ټكو ليكلې شي