اسلام آباد01 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي چې پارليمان د 22 كروړ څخه زيات پاكستانو نمائنده ايوان دے او د دې تقدس په ځاې ساتل د اولس د هيلې او خواهشات په ځاې ساتلو لپاره ضرورې دې۔ ده ووئيل چې د هېواد پرمختګ لپاره د پارليمان تقدس په ځاې ساتل ضروري دې۔ ده ووئيل چې د هېواد ځوانان د پارليمان طريقه كار او د قانون سازۍ معلامات?? څخه خبرول ضروري دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د پاكستان بېلو تعليمي ادارو تقريبا 180 انټرنيز سره په ملاقات كښې كړې۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر وئيلي چې زمونږ د هېواد ځوانان له د اسلامي جمهوريه ??اكستان په 1973 آئين پوهېدل پكار دي ځكه چې آئين د رياست روح دے۔ ده ووئيل چې دا اوس په زلمي كول منحصر ده چې هغوي د آئين او پارليمان تقدس په ځاې ساتلو ذمه واري واخلي۔ ده دا هم خواهش څرګند كړو چې په دې انټرن شپ پروګرام كښې دې د لرو پرتو سيمو زده كوٶنكي شامل كړي شي۔ ده ووئيل چې دا په ځوان نسل منحصر ده چې هغوي د پارليمان د قانون سازۍ معاملاتو كمېټۍ سسټم څخه په ښه توګه خبر شي۔سپيكر ووئيل چې زمونږ په ځوانان?? كښې هېواد د موجوده سماجي او اقتصادي چېلنجون?? څخه وتلو ټول مطلوبه صلاحيتونه موجود دي۔په دې موقع د پائيدار پرمختګ اهداف پارليماني ټاسك فورس كنوينر اېم اېن اے رومينه خورشيد عالم او د سپیشل انيشيټو نېشنل اسمبلي سېكرټرېټ اېډېشنل سېكرټري شمعون اسماعيل هم موجود وو