اسلام آباد 19مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب په يوم تكبير ”نه چا ته ټيټ شوې ؤ ، نه به چا ته ټيټ شو ” سرخط جاري كولو سره وئيلي چې وزيراعظم شهباز شريف د جوهري چاؤدنو په 24 كاله پوره كيدو د 10 ورځو دستورو لمانځلو پريكړه كړې ده۔ د زيارت په ورځ خپل ??يان كښې وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د قيام پاكستان 75 كاله پوره كيدو ډائمنډ جوبلي دستورو په طرز ټول ??ېو??د كښې يوم تكبير قامي جذبې سره لمانځلې شي۔ وزيراعظم وفاق، صوبو، آزاد جمو او كشمير او ګلګت بلتستان حكومتونو سره په ګډه د دستورو سپارښتنه كړې ده۔ په يوم تكبير قامي دستورې به 19 مئي څخه پيل كولې شي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل په 28 مئي 1998 ء قومي افتخار او پاكستان خپلې آزادۍ ، خپلواكۍ او قامي ګټو په خاطر چرې هم چا ته نه ټيټيدو عظيم تاريخ ورځ ده۔ ده ووئيل د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې پاكستان اتومي قوت جوړ شوې ؤ ، اوس به معاشي قوت جوړولې شي۔ دا هغه تاريخي ورځ ده كله چې قومي قيادت بهرنې فشار او دهړكو باوجود د ??ېو??د دفاع ناقابل تسخير جوړولو پريكړه كړې او د قام سر ئې پورته كړې۔ده ووئيل وفاقي، صوبائي او په ضلعي كچه به يوم تكبير دستورې كولې شي ، تعليمي ادارې، زدكونكې او ځوانانو دې په خاص توګه دې دستورو كښې برخه واخلي۔ وفاقي وزير اطلاعات ووئيل وزيراعظم ټولو سياسي ګوندونو ، وكيلانو، ډاكټر، ميډيا، خواري كښو ، سول سوسائټي تنظيمونو پشمول د ټولنې ټولو طبقو ته اپيل كړې چې دا قامي ورځ قامي جذبې سره ولمانځي۔