اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) وزير اعظم شهباز شريف وئيلي دي چې هېواد كښې د پوليو اوسنې كيسز رامخې ته كيدل د ??شو??ش خبره ده،وفاقي ??و صوبائي حكومت??نو پشمول ټولو ډلو د پوليو ختمولو لپاره هلې ځلې او د قدر وړ خذمات ترسره كړي ، خو د پوليو چيلنج اوس هم شته د كوم بشپړه ختمولو لپاره چې مونږ ټولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په خپله مشرۍ كښې د پوليو مخنيوي قومي ټاسك فورس كښې په خبرو اترو كښې وكړه۔ دا هنګامي غونډه وزيراعظم په هېواد كښې د پوليو اوسنو درې كيس??نو رامخې ته كيدو نه پس رابللې ده۔ په غونډه كښې د پوليو مخنيوي په اړه په تګلاره تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو مرېم اورنګزيب، عبدالقادر پټيل، د سندھ وزير اعلي سيد مراد علي شاه، د پنجاب وزير اعلي حمزه شهباز (ويډيو لنك)، وزير اعظم آزاد كشمير سردار تنوير الياس، د بلوچستان د روغتيا وزير احسان شاه، د خېبرپښتونخوا د روغتيا وزير تيمور سليم جھګړا(ويډيولنك)، صوبائي چيف سيكريټريز او نړيوالو ادارو نمائندګانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې وزيراعظم ووئيل د پوليو اونسي كيسونه رامخې ته كيدل د ??شو??ش خبره ده۔ ټول سټيك هولډرز پشمول وفاقي ??و صوبائي حكومت??نو پشمول ټولو ډلو د پوليو ختمولو لپاره هلې ځلې او د قدر وړ خذمات ترسره كړي ، خو د پوليو چيلنج اوس هم شته د كوم بشپړه ختمولو لپاره چې مونږ ټولو له په ګډه كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د وفاقي ??كومت د اړخه د هر ممكن مرستې باور وركوم۔حكومت پاكستان د نړيوالو ادارو پشمول ورلډ هيلتھ آرګنائزيشن، بل اينډميلنډا ګيټس فاؤنډيشن او نورو ادارو د پوليو مخنيوي لپاره په تكن??كي او مالي مرسته مننه كوي۔په غونډه كښې د بريفنګ په مهال ووئيل شوبل چې سږ كال اپريل او مئي مياشتو كښې د پوليو درې كيسونه شمالي وزيرستان څخه رپورټ شوې دي ۔ فروري 2021 نه تر مارچ 2022 (14 مياشتو) په مهال د پوليو كوم كيس نه دې رپورټ شوې۔ بلوچستان او خېبر پښتونخوا 25 ضلعې د پوليو وائرس خپريدو په اړه هائي رسك دي۔وزير اعظم سپارښتنه وكړه چې ټول صوبائي حكومتونه دې د پوليو مخنيوي كمپائن ته خاص پام لرنه وكړي۔ وزير اعظم ووئيل ټول سټيك هولډرز له په ګډه د پوليو وائرس ختمولو لپاره نوې جذبے سره كار كولو ته اړتيا ده، د نړيوال پارټنرز سره به اشتراك روان و ي دغسې چې د پوليو په بشپړه ډول خاتمه ممكن شي۔ وزير اعظم شهباز شريف ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركولو سره د پوليو مخنيوي كمپائن پيل كړو۔