لاهور 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې ?? سليم مېموريل ټرسټ روغتون په جوړولو كښې مرسته كوونكو په دنيا او اخرت كښې ګټه ترلاسه كړې ده، روغتون جوړول د انسانيت ډېر لوي خدمت دے. ده دا خبرې د اتوار په ورځ په لاهور كښې په كېنال روډ ?? سليم مېموريل ټرسټ روغتون پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په دې موقع خواجه عمران نذير، ?? سليم مېموريل ټرسټ روغتون چيئرمېن شهزا?? سليم، نامتو صنعتكار ميا منشا او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. وزيراعظم دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې د آزاد كشمير ??و ګلګت بلستان پشمول د څلورو واړو صوبو د زرګونو په شمېر خلق به د دې روغتون څخه استفاده وكړي. دلته به د مستحق رنځورانو وړيا علاج كولې شي. وزيراعظم ووئيل چې په تېر حكومت كښې د اولس د خېر ښېګړې پروژې تاخير ??ره مخ شوې دي، مونږ ته د ذاتي ګټو نه بالا د قوم د بهترې فكر كول وي. د 20 اربه روپو په لګښت جوړېدونكې ??اك??تان كډني اېنډ ليور ټرانس پلانټ انسټي ټيوټ تعطل سره مخ كړے شو. وزيراعظم ووئيل چې په تېر وخت كښې د ده حكومت په 1122 پروژو كار وكړو. بايد زمونږ پام د اولس پرمختګ او خوشحالې ته وي. وزيراعظم ووئيل چې په څلور واړو صوبو كښې به داسې اسانيې لرونكي روغتونونه جوړولې شي. ميا محمد منشا يو نامتو صنعتكار دے، د هغه لوي احترام دے. وزيراعظم ووئيل چې د ټرسټ چيئرمېن سليم شهزاد ارواښاد والد هم سكول او د روغت??ا يونټ جوړ كړي. په تكليف كښې د انسانيت او رنځورانو حدمت كوونكي دا خلق په جنت كښې كور جوړوي او دا صدقه جاريه هم ده. په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې د نامتو صنعتكار ميا منشا د ??اك??تان په پرمختګ كښې مهم رول دے، ده په ??اك??تان كښې لوي نوم ګټلے دے او هغه ته تجويز وركوو چې داسې څلور روغتونونه دې د ??اك??تان په نورو صوبو كښې هم جوړ كړے شي. په دې ميا منشا د نورو روغتونونو جوړولو ملاتړ وكړو. د دې څخه وړاندې وزيراعظم محمد شهباز شريف ?? سليم مېموريل ټرسټ روغتون پرانسته وكړه او د بېلا بېلو څانګو ئې دوره وكړه. د روغتون په جوړولو څلور نيم اربه روپې لګښت راغلے.