اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د خارجه وزيرانو كونسل 48مه دوه ورځنۍ غونډه به (نن) د نهې په ??رځ په اسلام آباد كښې پېل كېږي٬ د غونډې سرخط “اتحاد، انصاف او پرمختګ لپاره شراكتداري” دے، چې پكښې به د تنظيم غړي هېوادونه او د مبصر هېوادونو خارجه وزيران او د لوړې كچې پلاوي ګډون كوي او دوي به د 23م مارچ د پاكستان ورځ پرېډ كښې د اعزازي مېلمنو په حېث هم ګډون كوي٬ د چين خارجه وزير به په خاص توګه د خارجه وزيرانو د كونسل په غونډه كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم عمران خان به د غونډې پرانستې سېشن ته كليدي وېنا او خارجه وزير شاه محمود قرېشي به د كونسل د غونډې صدارت كوي٬ د او آئي سي عمومي سېكتر، د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر پشمول اهم اسلامي مشران په غونډه كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته رارسېدلې دي چرته ??ې د دوي تود هركلې شوې۔د اوآئي سي په غونډه كښې تجارتي او د اقتصادي روابطو اېجنډا اهمه نكته ده، په غونډه كښې به په ??ړيوال صورتحال او اسلامي نړ?? ته رامخې ته ??ېلنجونو٬ په شريك يوالي٬ سيمه ايز امن او په ??رمختګ غور كولې شي٬ په ??نفرنس كښې به په اهمو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د غور پشمول د فلسطين او د مقبوضه جمو وكشمير اولس سره د يوالي څرګندونه او د اوږدې مودې د ملاتړ پخلې كولې شي٫ د اسلاموفوبيا په ??سئله او د ماحولياتي بدلون په اثراتو به هم غور كولې شي٬ په ??نفرنس كښې به په ??قبوضه جمو و كشمير كښې د بشري حقونو د زياتېدونكو سنګين خلاف ورزو جاج اخستې شي په دې مو??ع به د جمو و كشمير پحقله د او آئي سي د رابطه ګروپ وزارتي غونډه هم كېږي٬ د او آئي سي د خارجه وزيرانو د كونسل دا 48مه دوه ورځنۍ غونډه به په ??ارلمان كښې كېږي٬ د كنفرنس شايان شان تيارۍ او انتظامات بشپړ كړې شوې دي