جمرود 24 فروري (اے پي پي) د احساس پروګرام چيئرپرسن سېنېټر ډاکټر ثانيه نشتر په جمرود كښې د احساس ون ونډو سن??ر پرانسته كړې۔ په دې موقع ثانيه نشتر په جمرود كښې د سن??ر د بېلا بېلو برخو څارنه وكړه او هلته موجود عملې څخه ئې د سهولتونو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل د احساس ون ونډو سهولت له مخې به اهل كسان په يوه ودانۍ كښې رجسټرې??ن او پېمنټ ترلاسه كولې شي٬ مونږ ھڅه كوٶ چې د پاكستان په ټولو ضلعو كښې ون ونډو سن??رز پرانستې شي۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل درې اوونۍ وشوې چې احساس راشن پروګرام پېل شوے٬ اهل كورنيو ته د اېس اېم اېس د لارې اطلاع وركړې كېږي۔ دې ووئيل هغه ټول كسان چې ځان د احساس راشن پروګرام اهل ګڼي ھغوي ته خو??ست كوٶ چې ځان رجسټرډ كړي او ميډيا ته هم خو??ست كوٶ چې په دې لړ كښې په اولس كښې شعور راپېدا كړي دغسې چې زيات كسان د احساس كفالت٬ احساس را??ن او تعليمي وظيفو څخه مستفيد شي