اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاکستان ??عو??ي عرب سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د دواړو ??ېوادونو ترمېنځه اړيكې په شريك باور او د اسلامي ورورولۍ په بنياد قائم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ??عو??ي خپل همڅنګ پرنس عبدالعزيز بن ??عو?? بن نائف سره په خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ خَپل پلاوي سره دوي سره ملاقات كولو ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د ??عو??ي داخله وزير خپل پلاوي سره داخله وزارت دوره كړې او هلته ئې داخله وزير داخله شېخ رشيد احمد او د وزارت لوړ پورو سره ملاقات كړے۔ په ملاقات كښې د سيمه ايز امنيتي صورتحال پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د دواړو ??ېوادونو د داخله چارو وزارتونو ترمېنځه د روابطو په لا قوي كولو زور رواړلے شوے او د وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې وئيلي شوي چې د سکيورټي چيلنجز پشمول د نورو مسئلو مخنيوي لپاره د دواړو ??زارتونو ترمېنځه ښه روابط ضروري دي۔ په دې موقع شېخ رشيد احمد ووئيل په ??عو??ي عرب كښې كار كوٶنكي 20 لكه پاكستانيان زمونږ قېمتي اثاثه دي٬ د دوي په ښه پالنه د ??عو??ي واكمنو مننه كوٶ۔ د ??عو??ي داخله وزير ووئيل د پاكستان او ??عو??ي ترمېنځه اړيكې په شريك باور او په اسلامي ورورولۍ آډانه دي۔ د??عو??ي داخله وزير پرنس عبدالعزيز بن ??عو?? بن نائف سره د اعلٰې كچ اووه كسيز پلاوې هم پاكستان ته راغلے۔ د ??عو??ي داخله وزير د پاكستان خپل همڅنګ شېخ رشيد احمد په خاص بلنه په يوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راغللے۔ په دې موقع احتساب لپاره د وزيراعطم خاص صلاحكار بريګيډيئر (ر) مصدق عباسي او د داخله سېكرټري يوسف نسيم کھوکھر پشمول نور چارواكي هم موجود وو