اسلام آباد 12 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د سپارکو کردار د پرمختيائي منصوبو پلان٬ څارنه او په دې عملدرآمد لپاره د اهميت وړ دے٬ سېټلائټ ټيکنالوجي مواصلات بهتر كوي او په وخت د پرېكړو جوګه كولو سره د ممكنه مسئلو تشخيص له مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ??رځ د سپاركو لخوا د منصوبه بندۍ وزارت په مرسته د وېب پورټل او موبائل اېپ لانچنګ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دستوره ك??ې د منصوبه بندۍ سېكتر عبد العزيز عقيلي، د سپاركو چيئرمېن مېجر جنرل عامر نديم، د وزارت لوړ پورو او د سركاري او نج?? څانګې شراكتدارو ګډون و??ړو۔ وفاقي وزير اسد عمر د سپاركو ډلې له مباركي وركولو سره ووئيل د سپارکو کردار د پرمختيائي منصوبو پلان٬ نګرانۍ او په دې عملدرآمد لپاره د اهميت وړ دے٬ سېټلائټ ټيکنالوجي مواصلات بهتر كوي او په وخت د پرېكړو جوګه كولو سره د ممكنه مسئلو تشخيص له مرسته كوي۔ په دې موقع د سپاركو چيئرمن مېجر جنرل عامر نديم د پاکستان ريموټ سېنسنګ سيټلائټ -1 په اهميت رڼا واچوله۔ ده ووئيل سپارکو يو وېب پورټل (www.prss.pk) جاري كړے چې مصرف كوٶنكي د خپل ډېسك ټاپ څخه نېغ په نېغه سيټلائټ براؤز كولې شي٬ آرډر وركولې شي او نېغ په نېغه ډاؤن لوډ کولې شي۔