اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير مخد??م شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان خارجه پاليسي به تندۍ سره د بدلېدونكې رجحاناتو له مخې مرتب كول وي، اقتصادي سفارت کاري يوازې يو لفظ نه دې بلكې زمونږ د پرمختيائي اېجنډې او زمونږ سفارتي اثاثو څخه د ګټې پورته كولو يوه بشپړه خاكه ده۔ د شورو په ورځ فارن سروس اکېډمي كښې د پروبېشنرز د پاسنګ آٶټ دستورې ته خپله وېنا كښې ده چارواكو ته ووئيل د خارجه دفتر لخ??ا دلته او بهر هېواد كښې زمونږ د مشنز د لارې وركړې شوې قونصلر خدمات زمونږ خاص ذمه واري ده كومه چې په ښه ډول ادا كول دي۔ ده ووئيل ح??وم?? بهر هېوادونو كښې د پاکستان مېشته وګړو ته د عزت وركولو او د دوي د زړه د خلاصه د خدمت كولو عزم لري۔ خارجه وزير پروبيشنرز ته ووئيل چې تاسو له پكار دي چې په خپل تعليمي استعداد ٬ ليكل او تجزيه وكړۍ ٬ خپل ځ??ن تر فائلونو محدود مه ??ات??٬ خپل ځان اپ ډېټ ??ات?? او خپل ترلاسه كړې تعليم او تربيه د هېواد بې لوث خدمت لپاره د كارولو هڅې وكړۍ٬ تل خپلې حوصلې دنګې ??ات?? او د وسائلو خنډانو نه پرته مخ په وړاندې تګ كوئ٬ د ډيجيټل دور چيلنجز عمرله په ذهن كښې ??ات?? او د ډيجيټل ټېكنالوجۍ څخه بشپړه ګټه پورته كوۍ