اسلام آباد۔2دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حکومت عام اولس ته د زياتې اسانتيا ورکولو لپاره هر ممکنه ??امونه پورته کوي٬ د ګرانۍ د لاسه بې وزله وګړو ته په ضروري څي??نو سبسډيز وركوؤ٬ زياتو نه زياتو بې وزله كورنيو ته ګټه رسولو لپاره د رجسټرېشن عمل بايد تند كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د احساس راشن پروګرام په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د غربت خاتمې لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې سناتورې ډاكټر ثانيه ??شتر٬ د خزانې صلاحكار شوكت فياض ترين٬ د ګلګت بلتستان وزيراعلی خالد خورشيد٬ د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار ٬ د خېبر پښتونخوا اعلی وزير محمود خان او د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم خان نيازي د ويډيو لېنك له لارې په غونډه كښې خپل ګډون باوري كړو۔ په دې موقعه وزير اعظم ووئيل حكومت عامو وګړو ته زيات نه زيات ريليف وركولو له هر ممكنه ??امونه پورته كوي۔ هغه ووئيل د ګرانۍ د لاسه اولس ته د رسېدونكي تكليف احساس لرؤ ٬ مونږ بې وزله اولس ته په ضروري څي??ونو سبسډي وركوؤ۔ دې نه وړاندې وزير اعظم ووئيل چې د احساس راشن پروګرام ترسېوري لاندې هغه دوه كروړه كورنيو ته په اوړو ٬ غوړو او دالونو زر روپۍ د مياشتې سبسډي وركولې شي د كومو آمدن چې له 50,000 روپو نه كم دے۔ وزيراعظ?? ته بريفنګ كښې وئيلي شوي چې دا پروګرام به د دسمبر 15مې نېټې څخه په ټول هېواد كښې پېل كېږي۔ د دې پروګرام له مخې د كريانې سټورونو رجسټرېشن روان دے او تر دې دمه 15 زره نه زيات كريانه سټورونه رجسټرډ كړې شوي دي۔ وزيراعظم اړوندو چارواکو ته هد??يت وكړو چې په هېواد كښې دې د رجسټرېشن عمل ګړندې كړې شي دغسې چې زياتو نه زياتو كورنيو ته ګټه ورسولې شي۔ هغه په دې لړ كښې د كريانه سټورز په مالكانو او نورو ممكنه ??ټه پورته كوؤنكو كښې بېداري پېدا كولو له د ضلعي حكومت چارواكو متحرك كولو هد??يت هم وكړو۔