اسلام آباد 27 نومبر (اے پي پي) وړومبې مېرمن بېګم ثمي??ه عارف علوي وئيلي دي چې مېرمنې بااختيار كولو او خاص كسان د تعليم او هنر د لارې د ټولنې ګټور وګړي جوړل كېدے شي، د برېسټ كېنسر په ??ړه خبرتيا پېدا كولو لپاره بايد د ټولنې ټولې طبقې خپل كردار ترسره كړي، د خېر ښېګړې په چارو او د برېسټ كېنسر په ??ړه په ??برتيا پېدا كولو كښې د فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن كردار مهم دے. هغې دا خبرې د خالي په ورځ د فارن آفس وېمن اېسوسي اېشن د كلن چېرېټي بازار پرانستې په موقع په ??پلو خبرو كښې وكړې. د اېسوسي اېشن پېټرن انچيف مهرين قريشي د وړومبې مېرمن هركلې وكړو. په چېرېټي بازار كښې بېلا بېلو سفارتخانو او هائي كميشنز خپل سټالونه لګولي دي. د خارجه وزارت افسران او د مېډيا ??ه علاوه په لويه شمېره وګړي هم په ??ې موقع مو??ود وو. وړومبې مېرمن د بازار پرانسته وكړه او بيا ئې د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د لګول شويو سټالونو دوره وكړه. په ??ې موقع سېنېټر وليد اقبال او د سېنېټر فېصل جاوېد خان پشمول نامتو سم??جي شخصيات هم مو??ود وو. په ??پله وېنا كښې وړومبې مېرمن د اېسوسي اېشن د خېر ښېګړې د چارو س??ائنه وكړه او وې وئيل چې اېسوسي اېشن د خېر ښېګړې په چارو كښې مهم كردار ترسره كوي. هغې ووئيل چې پ چېرېټي بازار كښې په مرسته كولو ټولې سفارتخانې، سفارتي مشنز او بېلا بېل تنظيمونه د مباركې حقدار دي.